
کابل ټیلیګراف – ۱ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال
د طالبانو د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، د تورخم له لارې یو ځل بیا د راستنېدونکو کډوالو لړۍ چټکه شوې
د دغه ډلې د تورخم بندر د انتقالاتو مسوول بخت جمال ګوهر ويلي، چې وروستیو کې یوځل بیا هره ورځ سلګونه کورنۍ له کوزې پښتونخوا او د پاکستان له بېلابېلو سیمو د تورخم له لارې خپلو مېنو ته ستنیږي.
د نوموړي په خبره د لړۍ دې چټکوالي سره دوی د خپلو همکارو موسسو په همغږۍ ورته بشپړ چمتووالی لري.
په ورته مهال د تورخم عمري کمپ مسوول محمد هاشم میوندوال هم راستنېدونکو افغانانو لپاره د بشبړ چمتووالي ډاډ ورکوي.
نوموړی د کډوالو بهیر بیا ګړندي کېدو سره په خېریه بنسټونو او مرستندویه ادارو هم غږ کوي، چې راستنېدونکو کډوالو ته خپله پاملرنه زیاته کړي.
په همدې حال کې تازه راستانه شوي کډوال د پاکستان حکومت له بد چلنده سرټکوي او نیوکه کوي چې د میلیونونو افغانیو پانګې ترې پاکستان ایسارې کړې دي.