
کابل ټیلیګراف –۴وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د خیبر پښتونخوا په په بېلا بېلو سیمو کې د وروستیو سیلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۰۶ تنو ته ورسید، چې تر ټولو زیات ۲۳۷ یې په بونیر سیمه کې مړه شوي دي.
د پاکستان د ناورین مدیریت ادارې ویلي، چې د وروستیو سیلابونو له امله د مړو ترڅنګ ۲۴۵ تنه ټپيان شوي هم دي، چې په مړو شویو کې ۱۳۱ نارینه، ۱۶۷ ښځې او ۱۰۸ ماشومان شامل دي، دغه راز ۱۲۱ نارینه، ۹۲ ښځې او ۳۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
رپورټ زیاتوي چې د سیلاب له امله په بونیر کې تر ټولو زیات ۲۳۷ کسان مړه شوي دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د سیلاب په پایله کې ټولټال ۲،۸۱۰ کورونو ته زیان اوښتی، چې له دې جملې څخه ۲،۱۳۶ کورونه نسبي او ۶۷۴ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.