افغانستانخبرونه

طالبانو ننګرهار کې ۳۰ تنه نشه یي توکې سوځولي

کابل ټیلیګراف –۴وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت په بېلا بېلو سیمو کې نیول شوي دیرش ټنه نشه یي توکې یې د سرخ دېوال په سیمه کې سوځولي دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، دغه توکي په تېرو څلور کلونو کې د جلال آباد ښار نهه ګونو ناحیو او په ۲۲ ولسوالیو کې تر لاسه شوي وو.

د هغه په وینا د دغه توکو په تړاو یې ۲۵۸۶ عاملین هم نیول شوي او په خپل وخت یې عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندلي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) په وینا، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو قاچاق، په ځانګړي توګه د هیروین او میتامفیتامین، کچه د ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو د بندیز سره سره لوړه شوې.

ځینې سرچینې وايي، چې د نشه یي توکو په کاروبار کې خپله د طالبانو لوړ پوړي کسان لاس لري.