افغانستانخبرونهلوبې

فوټبال:د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د ۲۳ لوبغاړو نوملړ اعلان شو

کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ۲۰۲۵ اسیا ملتونو جام سیالیو کې د ګډون په موخه د ۲۳ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

یاد فدراسیون نن(چهارشنبه، د اګسټ ۲۷مه) دغهنوملړ په ډاګه کړ.

د فوټبال فدراسیون ته د بلل شوو ۲۳ لوبغاړو نوملړ کې:

فیصل‌احمد حمیدي او عیسی عزيزي او کیوان متقیان د ګول‌ساتونکو په توګه دي، او ورسره شریف محمد، الیاس منصور، محبوب حنیفي، روح‌الله اقبال‌زاده، عمید ارزو، سیدعارف اکبر او توماس صفري د مدافعینو په توګه ملي لوبډلې ته غوره شوي دي.

د دغو لوبغاړو ترڅنګ ذوالفقار نظري، رحمت اکبري، یما شېرزاد، علي‌رضا پناهي، محمدنعیم رحیمي او سیدمرتضی فاطمي د ۲۰۲۵ د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د ملي لوبډلې د هاف‌بک په برخه کې ټاکل شوي دي.