
کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان کرکټ بورد وایي، د ایرلینډ هېواد پخوانی لوبغاړی جان موني یې د ملي لوبدلې د ډګر ساتنې د روزونکي په توګه او استرالیايی نیرملان تنابالزینګم یې د ملي لوبډلې د نوي فزیوتراپېسټ په توګه په دندو ګمارلي دي.
د یادې ادارې لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه دواړه د ملي لوبډلې روزنیز کمپ سره یو ځای شوي او تر راتلوونکې نړیوالو سیالیو پورې به د ملي لوبدلې سره ملتیا وکړي.
جان موني د ایرلنډ ملي لوبډلې په ګټه ۹۱ نړیوالې سیالۍ کړې دي او د یو ورځینو نړیوالو سیالیو په درې نړیوالو جامونو او د شل اوریزو سیالیو په دوو نړیوالو جامونو کې د یاد هېواد په ګټه لوبېدلی دی.
همدارنګه افغان کرېکټ بورډ د جان موني په اړه ویلي، چې هغه د بریټانیا کرېکټ بورډ له خوا د روزنې درېیمه، دویمه او لومړۍ درجه کورسونه په بریالیتوب سره بشپړ کړي دي.
جان موني په ۲۰۱۸ – ۲۰۱۹ کلونو کې هم د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ډګر ساتنې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده او په ۲۰۱۹ کال کې د وېسټ انډیز ملي لوبډلې د ډګر ساتنې روزونکی هم پاتې شوی دی.
افغان کرېکټ بورډ ویلي، چې نیرملان هم د خپل مسلکي ژوند په اوږد کې له ګڼو ملي او نړیوالو لوبډلو او روزشي ادارو سره د کار کولو غوره تجربه لري.