افغانستانلوبې

راشد په نړۍ کې د شل اوره کرېکټ مخکښ وېکټ اخیستونکی شو

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې تاریخ جوړ کړ.

راشدخان د دغو سیالیو په تاریخ کې تر ټولو ډېرې ویکټې ترلاسه کړې.

نوموړي په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې ۱۶۵ ویکټې بشپړې کړې، چې پرمټ یې د نیوزیلنډ د تکړه توپ‌ اچوونکي ټېم ساوتي د ۱۶۴ ویکټو ریکارډ مات کړ او نوی تاریخ یې په خپل نوم ثبت کړ.

د یادونې وړ ده چې راشد خان په شل اوریزو سیالیو (هغه چې نړیوالې نه شمېرل کېږي) کې هم د نړۍ په کچه تر ټولو ډېرې ۶۶۴ ویکټې ترلاسه کړې دي.

راشدخان د تېر ماښام په لوبه کې د متحده عرب اماراتو پر وړاندې هم ۳ مهم لوبغاړي اوټ کړل.