افغانستانخبرونه

کابل ښاروالۍ: د دوو هوايي پلونو او څلورو دایروي رېمپونو د جوړولو طرحه نهایي شوې

د کابل ښاروالۍ اعلان کړی چې د تخنیکي مطالعاتو تر بشپړېدو وروسته د شهید هنګرها څلورلارې د دوو هوايي پلونو او څلورو دایروي رېمپونو (انټرچېنج) د جوړولو طرحه نهايي شوې ده.

د ښاروالۍ په وینا، دغه پروژه به د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو او د ښاریانو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره پلې شي. ټاکل شوې ده دا انټرچېنج د ۶۵۴ مترو په اوږدوالي، ۴۵ مترو په پلنوالي او ۷ مترو په لوړوالي جوړ شي، چې د کابل ښار د لویو ترافیکي ستونزو په حل کې به مهم رول ولوبوي.