افغانستانخبرونه

سویس د افغانستان د بشري مرستو صندوق سره نږدې دوه میلیونه ډالر مرسته کوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، سویس د افغانستان د بشري مرستو صندوق سره د یو اعشاریه پنځه نوي میلیونه امریکایي ډالر مرسته اعلان کړې ده.
اوچا وایي، دغه مالي مرسته به په افغانستان کې د بشري مرستو د پیاوړتیا او د اړمنو کورنیو د ملاتړ په برخه کې مهم رول ولوبوي.
یاد دفتر مخکې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره شاوخوا یو اعشاریه اووه میلیارده ډالرو بودجې ته اړتیا ده، خو تر اوسه یوازې یو سل او پنځه نوي میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي.
اوچا همداراز په زیانمنو سیمو کې د دوامداره بشري مرستو او بېړني ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی دی.