
امازون اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ او ۲۰۳۰ کلونو ترمنځ به په هند کې ۴۸ میلیارده ډالر پانګونه وکړي.
د دې پانګونې لویه برخه به د برېښنايي سوداګرۍ، مصنوعي ځیرکتیا او کلاوډي زېربناوو د پراختیا لپاره ولګول شي.
شرکت وایي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به په هند کې د امازون ټولیزه پانګونه له ۸۸ میلیارده ډالرو واوړي او میلیونونه کاري فرصتونه، د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ او د زدهکوونکو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا زدهکړې به هم پکې شاملې وي.











