افغانستانلوبې

جانتن ټرات: افغان لوبډله د اسیا جام سیالیو لپاره بشپړه چمتو ده

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ۲۰۲۵کال اسیا جام سیالیو د پيل په درشل کې د افغانستان ملي لوبډلې روزونکي جانتن ټراټ ویلي، که څه هم افغانستان د نورو لوبډلو پرتله دې وروستيو کې لږې لوبې کړي، خو د هانګ پر وړاندې لوبې ته چمتو دي.

ټاکل شوې ده چې نن سه‌‌شنبه د وږي ۱۸مه په متحده عربي اماراتو کې د اسیا جام سیالۍ پيل شي.

په لومړنۍ لوبه کې د افغانستان او هانګ کانګ ملي لوبډلې د یو بل پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.

جانتن ټراټ ویلي : «هانګ کانک هم سخته سياله لوبډله کېدی شي، ځکه له زیات وخت راهيسې همدلته چمتووالی نيولی او غواړي په اسيا جام کې بریا ترلاسه کړي. زموږ هڅه به دا وي چې ښه لوبه وکړو او خپل ګروپ کې ښه پيل وکړو».

دغه سیالي نن ماښام په ۷ بجو پیلېږي او روانې سپټمبر میاشتې تر ۲۸مې دوام کوي. سږکال اتو لوبډلو پکې ګډون کړی.چې لوبډلې په کې په دوو ګروپونو وېشل شوي.

په لومړي ګروپ کې هندوستان، پاکستان، عمان او متحده عربي امارات لوبډلې دي او په دویم ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګله‌دېش او هانګ کانګ لوبډلې دي.

تر دې وړاندې افغانستان او هانګ کانګ ۵ لوبې کړي چې ۳ افغان لوبډلې او۲ یې هانګ کانګ ګټلې دي.

د افغانستان دویمه لوبه د سپټمبر  ۱۶مه له بنګله‌دېش او درېيمه د سپټمبر ۱۸مه له سریلانکا سره ده.