
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ټرمپ حکومت اعلان کړی چې له چین سره د ټیکټاک د معاملې د چوکاټ او د دې ټولنیز شبکې د فعالیت د دوام په اړه په امریکا کې هوکړې ته رسېدلی دی.
دا هوکړه له کلونو خبرو او هڅو وروسته اوس د پای ته رسېدو په درشل کې ده.
د راپورونو له مخې، د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بسنت ویلي، چې ټرمپ به د جمعې په ورځ د چین له ولسمشر، شي جین پینګ، سره وګوري څو د دې قرارداد جزئیات وروستي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د چین او امریکا دیپلوماتان سږ اونۍ په هسپانیا کې د سوداګریزو خبرو او اړوندو مسایلو لپاره سره لیدلي وو.
بسنت، چې چین سره د وروستیو سوداګریزو خبرو مشري یې کوله، ټینګار کړی چې ټیکټاک د خبرو له اساسي موضوعاتو څخه و، او د هوکړې موخه د متقابلو ګټو تضمین او د امریکا د ملي امنیت بشپړه ساتنه ده.
نوموړي ویلي چې، ولسمشر ټرمپ په دې بهیر کې مهم رول درلود.