افغانستاناقتصادخبرونه

هرات کې ۱۰ نوي تولیدي شرکتونه پرانیستل شول

کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال

 د هرات په صنعتي ښارګوټي کې ۱۰ نوي تولیدي شرکتونو پرانیستل شول او فعالیت یې پيل کړ.

هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، دغه شرکتونو نن نن (سه شنبه، د سپتمبر لومړۍ) فعالیت پيل کړ.

یاد ریاست زیاتوی چې دغه شرکتونه کولی شي سلګونو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او په پایله کې به سلګونه کورنۍ له اقتصادي ستونزو وژغورل شي.

شېخ اسلام‌جار وايي چې په هرات کې د صنعت وده نه یوازې د دې ولایت لپاره، بلکې د هېواد لپاره هم د هیلو سرچینه ده.

په ورته وخت کې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر مولوي احمدالله زاهد هرات په ملي کچه د تولید په برخه کې غوره وباله او ټینګار یې وکړ چې اقتصادي خپلواکي ترلاسه کول یوازې د کورني صنعت د ودې او ځان بسیاینې له لارې ممکن دي.

د مالوماتو له مخې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د فعالو فابریکو شمېر له ۱۲۰ څخه ۱۱۷۰ فابریکو ته لوړ شوی دی.

کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال