افغانستانخبرونه

بلجیم کې یو افغان د درې وژنو په تور نیول شوی

کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال

د بلجیم پولیسو د روسلار په ښار کې د یوې میرمنې او دوو نورو نارینه وو د وژنې په تور یو ۴۷ کلن سړی نیولی دی.

د بلجیم پولیسو ویلي، چې شکمن کس د یکشنبې په ورځ د اورګاډي تم‌ځای ته نږدې د څو ساعتونو لټون وروسته ونیول شو.

په قربانیانو کې یوه ۴۳ کلنه ښځه او دوه نارینه شامل دي چې عمرونه یې ۴۵ او ۶۷ کاله دي.

دا ټول په چړو وهل شوي دي.

د پولیسو په وینا، لومړی قرباني یو ۴۵ کلن سړی و چې د کورنۍ سره اشنا و. د شکمن کس پر پخوانۍ میرمن بیا په بل ځای کې برید وشو او ۶۷ کلن سړی هم څو ساعته وروسته ووژل شو.

د بلجیم څارنوالانو منلې چې سړی یوازې یوه اوونۍ دمخه د کورني تاوتریخوالي په تور په یو کال بند محکوم شوی و، خو د خپلې جزا له پوره کولو وروسته له زندان څخه خوشې شو.

د دریو وژنو د انګېزې په اړه تحقیقات روان دي.