راپورونه وایي چې وسله والو یکشنبه اګست ۱۱مه د پاکستان تر ولکه لاندې خیبر پښتونخوا په شمالي او جنوبي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځونو بریدونه کړي چې په پایله کې یې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي او د یو لوړ رتبه افسر په ګډون څلور تنه ټپیان شوي.
په سیمه کې د امنیتي سرچینو په وینا پرون یکشنبه د شمالي وزیریستان په میرعلي سیمه کې وسلوالو د پاکستاني پوځ پر کاروان برید کړی چې د ډزو په تبادله کې د یو افسر په ګډون څلور پاکستاني پوځیان ټپیان شوي او وسله وال له سیمي څخه په تېښته بریالي شوي دي.
دغه راز د جنوبي وزیریستان په تیارزه سیمه کې یکشنبه د اګسټ ۱۱مه دوه ایف سي سرتېري د وسلوالو لخوا تښتول شوي وو، چې وروسته یې مړي په سیمه کې مندل شوي.