افغانستانخبرونه

تورخم کې جګړه؛ درې عام افغانان وژل شوي

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، تېره ورځ یې سرحدي ځواکونو له پاکستاني ځواکونو سره په تورخم کې نښته کړي چې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې درې عام خلک وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع لیکلي، چې تېره ورځ غرمه مهال د ننګرهار ولایت د تورخم په غورکي سیمه کې د ډیورند کرښې په استقامت کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو له خوا پر افغان سرحدي ځواکونو ډزې وشوې.

هغه لیکلي:«افغان ځواکونه هم متقابلو ډزو ته اړ شول او په پایله کې د پاکستاني اړخ دوې پوستي له منځه ولاړې.»

د هغه په خبره، د پاکستاني ځواکونو له خوا د ملکي خلکو کورونه هم په نښه شول او له امله یې یو ښځه او دوه تنه ماشومان وژل شوي دي.

د یادونې ده چې په دغه سیمه کې تر دې مخکې څو وارې وسله‌والې نښتې شوې دي.