خبرونهسیمه

د پاکستان پوځ د څارګرې ادارې (آی ایس آی) پخوانی مشر جنرال فیض حمید نیولی دی

د پاکستان پوخ وایي چې د پوځي څارګرې ادراې (آی ایس آی) پخوانی مشر ډګر جنرال فیض حمید یې نیولی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر نن دوشنبه ۱۲ اګسټ خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې جنرال حمید یې د دې هیواد دسترې محکمې د حکم پر اساس د درغلیو په قضیه کې نیولی دی او پر وړاندې یې د پوځي قانون لاندې محاکمه (کورټ مارشل) پیل شوې ده.

د پوځ په اعلامیه کې راغلي، د پاکستان سترې محکمې د حکم له مخې د ټاپ سیټي په قضیه کې د شکایتونو په هکله څېړنې پیل شوې وې چې له هغه وروسته د آی ایس آی پخوانی مشر توقیف شوی دی.

د پوځ د بیان له مخي، ددې قضیې له څېړنې وروسته «د پاکستان پوځي قوانیونو د بیلابېلو مادو پر اساس د متقاعد ډګر جنرال فیض حمید پر خلاف سخت قانوني تعقیب پیل شوی دی».

د پوځ په بیان کې پر فیض حمید له تقاعد وروسته هم له پوځي قوانینو د سرغړونې تورونه لګول شوي دي.

ټاپ سیټي قضیه:

د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د کور جوړولو د خصوصي شرکت مشر معیز احمد خان د پاکستان سترې محکمې ته عرض وړاندې کړ چې د پوځي څارګرې ادارې (آی ایس آی) پخواني مشر جنرال فیض حمید له خپل واک څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده.

نومړي په خپله عرض پاڼه کې ویلي و چې د پاکستان څارګرې ادارې کارکونکو د ۲۰۱۷ کال په مې میاشت کې د جنرال فیض حمید په امر دده پر کور او دفتر چاپه وهلې چې سره زر او نور قیمتي توکي یې له ځان سره وړي وو.

نوموړي دغه راز تور پوري کړی و، چې د څارګرې ادارې کارکونکو ۴۰ میلیونه روپۍ هم ترې اخیستي دي. د پاکستان سترې محکمې د معیز احمد خان د همدې عرض پاڼې پر اساس د فیض حمید په اړه د پلټنو امر کړی و.

له تروریستي ډلو سره د فیض حمید اړیکې:

جنرال فیض حمید هغه پاکستانی جنرال دی چې له ترهګرو ډلو سره پر نیږدې اړیکو تورن دی.

نوموړی په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو په لومړیو ورځو کې کابل ته ولاړ او هلته یې په سرینا هوټل کې د چایو پیاله په لاس انځور پر خواله رسنیو سخت غبرګونونه پارولي و.

ډېری افغانان په دې باور دي چې په کابل کې د طالبانو کابینه د فیض حمید لخوا ټاکل شوې وه.

هغه مهال چې د افغان طالبانو ترمنځ د کابینې پر سر ناندرۍ روانې وې، پر خواله رسنیو کابل ته د فیض حمید سفر دا بحثونه هم را وپارول چې طالبان د پاکستاني خفیه ادارو له خوښې پرته کابینه نشي ټاکلی.

کابل ته د طالبانو د واکمنۍ په پیل کې د فیض حمید له سفر سره داسي خبرونه هم پر خواله رسنیو خپاره شول چې د بهرنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو لخوا شیرمحمد عباس ستانکزی ټاکل شوی و، خو د جنرال فیض حمید په سپارښتنه د نوموړي پر ځای امیر خان متقي د بهرنیو چارو وزیر په توګه وټاکل شو.

د جنرال فیض حمید په اړه داسي راپورونه هم مخته راغلي و چې د افغان طالبانو په منځګړیتوب یې د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې په کابل کې له پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) سره مذاکرات کړي و چې په ترڅ کې یې ګڼ پاکستاني طالبان له زندانونو خوشي شول او ګڼ شمېر طالب وسله وال د پاکستان تر ولکه لاندې د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې ځای پر ځای شوي ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *