افغانستانخبرونه

د بښنې نړۍوال سازمان: په افغانستان کې د بشري حقونو اوسنی وضعيت د اندېښنې وړ دی

د بښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو د تېر درې کلن حضور په تړاو د يوې ترسره کړې نظر پوښتنې پر بنسټ وايي چې دغه هېواد کې د بشري حقونو اوسنی وضعيت د اندېښنې وړ دی.

ياد سازمان دا نظر پوښتنه د افغانستان په ۲۱ ولايتونو او يو شمېر بهرنيو هېوادونو کې د ۱۵۰ په شاوخوا کې له فعالانو، ښځینه لاریون کوونکو، علماوو، ځوانانو، د مدني ټولنې استازو او خبریالانو سره د مرکو له لارې ترسره کړې ده.

په دغه نظر پوښتنه کې جوته شوې چې نړۍ د افغانستان خلک له پامه غورځولي او د دوی د ژوند د ښه کولو لپاره یې هېڅ اقدام نه دی کړی.

یاد سازمان دغه راز په افغانستان کې د بشري حقونو اوسنی وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان د خپلې نظر پوښتنې د پايلو په يوه برخه کې ليکلي چې طالبان په افغانستان کې د نړۍوالو قوانینو له مخې له مجازاتو «بشپړ معافیت» سره جرمونه کوي.

دغه سازمان وايي، افغان ټولنه له درېیو کلونو راهیسې له «نا حل شوې نا امیدۍ» سره لاس او ګرېوان ده.