خبرونهنړۍ

هند کې پر يوې ډاکټرې تر جنسي تيري او وژلو وروسته، لويو ښارونو کې ډاکټرانو کاربنديز کړی

د هند په کلکتې کې پر يوې ډاکټر تر جنسي تيري او د هغې تر وژلو وروسته له تېرې جمعې ورځې راهېسې په ټول هند کې ډاکټرانو لاريونه او کاربنديزونه پيل کړي دي.

معترض ډاکټران چې اکثريت يې ښځې دي د ځان د خوندیتوب لپاره د حکومتي تدابيرو د ډېرښت او دغه راز د وژل شوې ډاکټرې د قاتل د مجازات غوښتنه کوي.

د هند د کلکتۍ ښار د تېرې جمعې په سهار د (ار.جي.کار ميډيکل کالج)  په روغتون کې يوه ۳۱کلنه ډاکټره د سختې ستړيا وروسته په دهلېز کې ويده شوې وه چې يو رضاکار پرې لومړی جنسي تیری کړی و او بیا يې وژلې وه.

تر دغې پېښې وروسته د هند په لر او بر کې ډاکټرانو او روغتيايي کار کوونکو پراخ اعتراضونه، لاريونونه او کار بنديز پيل کړي دی.

د هند په تر ټولو ستر ښار او پلازمېنه نوي ډهلي کې هم ډاکټرانو له تېرو څو ورځو راهېسې کاربنديز کړی او يوازې د بېړنيو ناروغانو درملنه کوي.