د ازبکستان لومړي وزیر د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې غواړي افغان سوادګرو، محصلینو او ناورغانو ته د ویزې ورکړه پیل کړي.
د د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ازبکستان له لومړي وزير عبدالله عارفاُف سره وکتل.
سرچېنې لیکلي چې په دې ناسته کې د افغانستان او ازبکستان پر دوو اړخيزو اړيکو، اقتصادي همکاريو او تجارت او ټرانزيټ هراړخيزې خبرې وشوې.
د ازبکستان لومړي وزیر په دغه لېدنه کې ویلي چې غواړي افغانستان سره د ديپلوماتيکو اړيکو کچه لوړه کړي له همدې امله ښايي په نژدې راتلونکي کې په تاشکند کې طالبانو سفير ومني.
هغه ویلي، له دې وروسته به افغان سوداگرو، محصلينو او ناروغانو ته د ويزې ورکړه پيل کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم ویلي، باید په دواړو هېوادونو کې له شته فرصتونو ګټه واخیستل شي.