د طالبانو ویاند ویلي، د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د دوی د حکومت پر ضد تبلیغ کاوه او افغانستان یې پر تګ بندیز لګولی دی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د االمان له دوېچ وېله رسنیزې شبکې سره خبرو کې ادعا کړې، چې بېنېټ د دوی د حکومت پر “ضد تبلیغ کاوه” او په وینا یې “باور پرې نه شي کولی”.
ده ویلي: «بېنېټ په اړه باید ووایم چې افغانستان ته د هغه په راتګ بندیز لګېدلی دی. ځکه چې د افغانستان په اړه پروپاګند لپاره ګومارل شوی و او داسې یو څوک نه دی چې موږ یې پر خبرو باور وکړو.»
رېچرډ بېنېټ تر اوسه د طالبانو د دې جګپوړي وياند د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په اپریل میاشت کې ریچارډ بېنټ په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د مستند کولو په موخه د دې شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وګوماره.