افغانستانخبرونه

په افغانستان کې د داعش په اړه امریکا تازه اندېښنې

د امریکا د دفاع وزارت ویاند سابرینا سینګ وايي چې طالبان په افغانستان کې له داعش سره په مبارزه کې د دې هیواد همکار نه دي.

سینګ په واشنګټن کې د خبري کانفرانس پر مهال د دې پوښتنې په تړاو په ځواب کې وويل چې امریکا داعش ته د ماتې ورکولو لپاره یو نړیوال ایتلاف لري خو طالبان يې برخه نه دي.

دې ټینګار کړی چې امریکا له «خپلو همفکره شریکانو» او متحدینو سره همکاري کوي تر څو د داعش د ماتولو ډاډ تر لاسه شي.

یو څه وخت وړاندې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جنرال پاتریک رایدر هم ويلي و چې که دا هیواد په افغانستان کې له مېشتې داعش ډلې د واقعي ګواښ احساس وکړي، پر خلاف به يې اقدام وکړي.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې بیا – بیا ټینګار کړی چې داعش په دې هیواد کې ځپل شوی او دا ډله په افغانستان کې حضور نه لري.

خو له دې سره-سره په افغانستان کې د داعش او ترهګرو ډلو د شتون په اړه وخت ناوخته ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.