بلوچستان ته د منظور پښتین پر ورتګ بندیز ولګېد
د پاکستان بلوچستان صوبايي حکومت دغه ایالت ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین پر ورتګ د ۹۰ ورځو لپاره بندیز لګولی دی.
د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو صوبايي وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د “سولې په ګټه” او “د خلکو د ارامښت او د امنیت” په موخه بلوچستان ته د ښاغلي پښتين پر ورتګ په سملاسي توګه د ۹۰ ورځو لپاره بندیز لګوي او په دې موده کې به هغه د دغه ایالت هېڅ ولسوالۍ ته نه پرېښوول کېږي.
په اعلامیه کې د ۱۹۶۰ کال د (عامه امنیت تامین) د یوه قانون یادونه شوې، چې د اعلامیې په ټکیو له مخې یې د بلوچستان ټولو ضلعو یا ولسوالیو ته د ښاغلي پښتین پر ورتګ بندیز لګول شوی دی.
د راپورونو له مخې، په پام کې و، پښتين د اګست پر ۲۵مه نېټه د بلوچستان مرکزي ښار کوټې او د دغه ایالت ځينو نورو سيمو ته سفرونه وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په تېره جولای میاشت کې د دغه غورځنګ د یوه مخکښ فعال ګیله من وزیر د جنازې په مراسمو کې اعلان وکړ چې د پښتنو پر وضعیت “یوه ستره ولسي جرګه” رابولي.
د یادولو ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د ۱۱ اکتوبر جرګې ته د خلکو بللو لپاره هغو ۶۰ ضلعو یا ولسواليو ته ځي چې ډېری اوسېدونکي یې پښتانه دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په تېره جولای میاشت کې د دغه غورځنګ د یوه مخکښ فعال ګیله من وزیر د جنازې په مراسمو کې اعلان وکړ چې د پښتنو پر وضعیت یوه ستره ولسي جرګه را بولي.