د بښنې نړیوال سازمان وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پر بشري حقونو یو «کرغېړن» برید دی او باید سمدستي لغو شي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون چې په تازه توګه د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده له لوري توشیح شوی، د هیواد پر وګړو په ځانګړې توګه پر ښځو پکې ګڼ نوي بندیزونه لګول شوي.
په دې قانون کې د ښځې د ټول بدن پټول الزامي ګڼل شوي او د ښځې غږ «عورت» بلل شوی دی.
د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا قانون نړیوالو قوانینو ته د افغانستان تعهدات په ښکاره توګه نقض کوي.
سرچېنې لیکلی، دا قانون د افغان ښځو او نجونو پر خلاف لګېدلي بنديزونه «بنسټیز» کوي او په عام محضر کې د ښځو د غږ په څېر نوي بندیزونه د اخلاقي نقض په توګه معرفي کوي.
دې بنسټ ويلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان ښځې او نجونې له داسې محدودیتونو او نه منلو وړ بریدونو سره مخ دي چې د دوی د ژوند ټول اړخونه اغېزمنوي.
د بښنې د نړیوال سازمان په اعلامیه کې ويل شوي چې په دې قانون کې د افغانستان د خلګو پر بنسټیزو حقونو پراخ محدودیتونه لګول شوي او په دې لړ کې ويل شوي چې ځوانان باید څرنګه خپله ږیره او وېښتان جوړ کړي.
دې بنسټ زیاته کړې چې دا «ځپونکی» قانون همدا راز د طالبانو محتسبانو ته واک ورکوي چې هغه کسان وګواښي او ويې نیسي چې د دې قانون نقضوونکي بلل کېږي.
د بښنې نړیوال سازمان ويلي چې طالبان باید د واکمنو چارواکو په توګه د بشري حقونو معاهداتو ته چې افغانستان لاسلیک کړي دي، درناوی کړي، خوندي يې کړي او عمل پرې وکړي.
د دې قانون توشیح کېدو پراخ غبرګونونه راپارولي او بېلابېلو هیوادونو له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر خلاف محدودیتونه لغو کړي.