افغانستانخبرونه

د طالبانو یو پلاوی د اسماعیل هنیه په جنازه کې د ګډون لپاره دوحې ته تللی

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ پلاوی د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په جنازه کې د ګډون په موخه دوحې ته تللی.

ایران تېره ورځ خبر ورکړ چې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه او یو ساتونکی یې په تهران کې په یو برید کې وژل شوي. ایران د برید او د برید د ځای په اړه نور معلومات نه دي‌ ورکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ یو پلاوی د هنیه د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه دوحې ته رسېدلی دی.

د یادونې ده چې د هنیه جنازه نن د ایران په پلازمینې تهران ښار کې هم ترسره شوه او ټاکل شوې چې په دوحه کې خاورو ته وسپارل شي.

د راپورنو له مخې، هغه په ۱۹۶۲ زېږدیز کال کې غزه کې نړۍ ته سترګې غړولې او د غزې په اسلامي پوهنتون کې یې زده کړې کړې وې.

هنیه په ۲۰۱۷ زېږديز کال کې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د رییس په توګه وټاکل شو او په وروستیو کلونو کې یې په قطر کې ژوند کاوه.