خبرونهنړۍ

قطر حماس ته د سولې په اړه شل ماده ییز وړاندیز کړی

کابل ټیلیګراف د تلې ۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د قطر لومړي وزیر او د مصر استخباراتي مشر فلسطیني مقاومتي سازمان حماس ته د ۲۰ مادو لرونکی د سولې وړاندیز ورکړی دی. 

حماس په خپل بیان کې ویلي چې د پلان د بشپړې ارزونې وروسته به خپل غبرګون وښيي. 

له بلې خوا، د اسلامي جهاد مشر د امریکا پلان د سیمې د تباهۍ نسخه بللې ده، خو اسرائیلو د غزې په اړه د امریکا د سولې پلان ملاتړ کړی دی. 

د سولې پلان په اړه په خبرو کې ډونالډ ټرمپ ویلي چې په دې پلان کې د غزې څخه د اسرائیلي پوځ مرحله وار وتل هم شامل دي. 

هغه وویل، د یوه نړیوال ادارې د سولې بورډ جوړولو وړاندیز شته، چې د جګړې وروسته به د غزې موقته اداره پر غاړه واخلي، او د دې بورډ مشري به پخپله وکړي. 

د امریکا ولسمشر وویل، د سولې تړون لپاره یې د عرب او مسلمان هېوادونو د مشرانو ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر او د پوځ مشر هم د دې تړون ملاتړ کړی دی. 

ډونلډ ټرمپ زیاته کړه چې د ترکیې او اندونیزیا ولسمشران هم ورسره دي.