افغانستان

په کندهار کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې

په کندهار کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوه ځان ځان‌وژنه کړې ده.

دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال د کندهار ولایت  سپین بولدک ولسوالۍ په «ښایسته چوک» سیمه کې شوې ده.

یوه ځایي سرچېنه چې نه غواړي نوم یې وایي چې دغه ځوان حکمت‌الله نومېده، ۲۰ کاله یې عمر درلود او ډېر زیاد پوروړی و نو ځکه یې ځان وژنه کړې ده.

د یادونې ده چې تر دې مخکې ورته پېښې په بېلابېلو ولایتونو کې شوې دي.