خبرونهسیمهنړۍ

ایران د اسماعيل هنيه د وژنې غبرګون کې پر اسرايل برید کوي

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې راغلي چې، د ایران مذهبي مشر ايت الله خامنه اي په دغه هېواد کې د فلسطين د حماس غورځنګ د سياسي مشر اسماعيل هنيه د وژل کېدو په غبرګون کې پر اسرايلو د برید امر کړیږ.
په راپور کې راغلي چې ايت الله خامنه اي دا حکم د ایران د ملي امنیت عالي شورا غونډه کې کې کړی.
تر دې وړاندې هم د اسماعيل هنیه تر وژل کېدو وروسته ايت الله خامه اي په يو بیان کې د هغه وژنه غندلې وه او د هغه د قتل د بدل اخېستل یې د ایران حکومت او ولس باندې فرض ګڼلی و.
د حماس غورځنګ د سیاسي چارو مشر اسماعيل هنیه چې د ایران د نوي ولسمشر معسود پزشکیان د لوړو په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی و، په تهران کې په يو برید کې ووژل شو. په دغه برید کې د هغه يو ساتونکی هم وژل شوی چې ایراني چارواکو دا د اسرايلي حکومت کار بللی دی.
اسماعيل هنيه په ۲۰۱۷ کې د خاد مشعال پر ځای د حماس غورځنګ د سياسي برخې مشر وټاکل شو او په غزه کې د حماس غورځنګ او د اسرايلو په روانه خونړۍ جګړه کې د هغه د کورنۍ نور ۱۰ غړي چې ماشومان هم په کې شامل دي وژل شوي دي.