خبرونهسیمه

خيبرپښتونخوا کې د غر ښوېدو له امله د يوې کورنۍ ۱۲کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د خیبر پښتونخوا ایالت د بر دیر په پاتراک سیمه کې د غره ښوېدو له امله د یوې کورنۍ ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د د دې ایالت د ژغورنې ادارې نن جمعه پر خپله وېب‌پاڼه په یوه بیان کې وویل، دا پېښه پرون پنج‌شنبې شپه په سیمه کې د زیاتو بارانونو له امله شوې ده.

د دې ادارې په وینا له نږدې غره څخه یو کمر ښوېدل او د غره په لمن کې پر یو کور راپرېوتی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۲ کسان لاندې کړې و.

دې ادارې ویلي، د ځایي خلکو په مرسته یې مړي را ایستلي او روغتون ته یې لېږدولي دي.

په مړو شويو کې نهه یې ماشومان، دوه ښځې او یو سړی دي.

چارواکو همدارنګه خبرداری ورکړی چې، شدید بارانونه چې تېره میاشت کې پیل شوي د ځمکې د ښوېدو او سېلابونو خطر يې زیات کړی دی.