خبرونهنړۍ

حماس او اسرائیل په غزه کې د پولیو واکسین لپاره درې ورځنی اوربند کوي


راپورونه وايي، د ملګرو ملتونو په منځګړتوب باندې حماس ډلې او اسرائیل په غزه کې د پولیو واکسین د تطبیق په موخه پر درې ورځني اوربند هوکړه کړې ده.
د دغه کمپاین پرمهال به ۶۴۰ زره تر پنځه کلنۍ ماشومان واکسین شي.
د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د روغتیا د برخې استازی ریک پیپرین په یو بیان کې ړیلي چې داذاوربند به د ډیسمبر له لومړۍ نېټې پیل شي.
دی وايي، لومړي سر مې به اوربند د درېیو ورځو لپاره د غزې په مرکزي برخو او بیا به د درېیو ورځو لپاره د غزې په جنوب کې وي.
دغه راز اخرې درې ورځې به د غزې شمال کې اوربند قایم او ماشومانو ته به واکسین وشي.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې په غزه کې یو ماشوم د پولیو له امله ګوزڼ وهلی و.