په هرات کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د د ۲۰ میلیونو او ۵۰۰ زرو امریکايي ډالرو په لګښت د يوه نړيوال ترمينل د جوړېدو چارې پيل شوې دي.
د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت سرپرست ویلي چې په دې پروژه کې به ۴۴ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ریاست هم ویلي چې دغه ترمینل به په زر جریبه ځمکه کې جوړ شي.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، دا ترمینل به د ورکشاپ، تفریح ځای، پمپ سټیشن او ۱۰۰ دوکانونو په ګډون نورې اسانتیاوې هم ولري.
طالبانو تر دې مخکې په هرات کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ پروژې چارو د پرانیستلو خبر وکړی و.