خبرونهنړۍ

د حزب الله وسله والې ډلې د اسرائیل شمال کې د پوځ په اډه راکټي برید کړی

رپوټونه وايي، د لبنان د حزب الله وسله والې ډلې د اسرائیلو په شمال کې د د پوځ د یوې هوايي اډې باندې وسله وال برید کړی دی.

د الجزیرې تلویزیون په یو بیان کې ویلي چې اسرائیلو یاد برید په هوا کې خنثی کړی دی.

تر اوسه د دغه برید د اوښتي مالي او ځاني زیان په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

بلخوا تېرو څلرویشت ساعتونو کې پر غزه د اسرائیلي پوځیانو په بریدونو کې ۴۰ فلسطیني وګړي وژل شوي دي.