افغانستانخبرونه

د بيان د ازادۍ کور: په ترکیه کې افغان خبریالان د شړلو له خطر سره مخ دي

د افغانستان د بیان د ازادۍ کور وايي، یو شمېر هغه خبریالان چې پر دغه هېواد د طالبانو د واک ټينګښت وروسته ترکيې ته تللي، د شړلو له خطر سره مخ دي.

دغه بنسټ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره له خلکو د مرستې غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې په ترکيه کې د دغو خبريالانو ژوند لا هم په «خطر» کې دی او د اخراج، قانوني ناڅرګندتيا او سختو اقتصادي ننګونو وېره هم شته.

د دې خبرپاڼې له مخې، د بیان د آزادۍ کور د روان کال د وږي په ۲۸مه په ترکیه کې له ۳۰ څخه زیاتو افغان خبریالانو سره غونډه کړې، او د هغو سترو ننګونو په اړه چې هره ورځ ورسره مخ دي خپلې «زړه دردونکې کیسې» شریکې کړې دي.

په دې غونډه کې يوشمېر خبريالانو افغانستان ته د بېرته لېږلو په اړه خپله ژوره وېره څرګنده کړې او د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې، په ترکيه کې هم د «طالبانو د نفوذي کسانو» له خوا تعقيب شوي دي.

دغه بنسټ زیاته کړې، د استوګنې د جواز نشتوالی، د کار نشتوالی او اقتصادي ننګونې هغه ستونزې دي، چې په ترکیه کې د هېواد خبریالان ورسره مخ دي او همدارنګه یې په ترکیه کې د افغانستان له سفارت څخه وغوښتل چې په دغه هېواد کې د خبریالانو د استوګنې د جواز په غځولو کې همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران، پاکستان او ترکیې د کډوالو د ایستلو پالیسي غوره کړې او په دغو هیوادونو کې مېشت خبریالان له یو لړ ستونزو سره مخامخ دي. بل خوا په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب سازمان وايي، طالبانو په یوه نوې پرېکړه کې د ژوندیو سیاسي خپرونو پر خپرېدو بندیز لګولی او د هېواد رسنیو ته یې « خپل باوري» کارپوهان هم معرفي کړي دي.

د خبریالانو ملاتړي ياد سازمان دغه بندیزونه د سانسور بله بڼه او په هېواد کې د رسنیو له ازادۍ او د بیان له ازادۍ څخه جدي سرغړونه بللې ده.