د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي چې راتلونکى منى به د دې جګړې (د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه) برخليک وټاکي.
د رویټرز په وینا، د اوکراین ولسمشر پرون د ملګرو ملتونو د عمومي شورا په غونډو کې د ګډون لپاره نیویارک ته ورسېد او پر خپلو شریکانو یې غږ وکړ چې د«ریښتینې او عادلانه سولې لپاره ګډې بریا» کې مرسته وکړي.
ښاغلي زیلینسکي پر اېکس لیکلي چې د دې سفر په جریان کې هغه د پنسلوانیا په سکرانټون ښار کې د جو بایډن په ټاټوبي کې د مهماتو یوې فابریکې څخه لیدو ليدنه کړې او د هغه په وینا، متحده ایالات د اوکراين د جګړې سره د مرستې لپاره د ١٥٥ ملي مترو توپونو د تولید په حال کې ده.
رویټرز وايي، د داسې وسلو د کمښت په اړه د اوکراین د ولسمشر اندېښنو په داسې حال کې چې روسیه ګواښ کوي چې د ژمي له سختو میاشتو مخکې به د اوکراین د انرژۍ شبکه سخته کړي، بېړنى حالت پيدا کړى دى.
ښاغلي زیلینسکي پر اېکس یوه ویډیويي مرکه کې ويلي چې اوکراین د وسلو په ترلاسه کولو او د ډیپلوماسۍ له لارې هر هغه څه کوي چې« د خپلو شریکانو ملاتړ پیاوړی کړي او روسیه دې ته اړ کړي چې سوله وکړي.»
هغه اوس په نیویارک کې دی، او تمه کېږي د امریکایي شرکتونو له مشرانو سره د خپل هېواد د انرژۍ د اړتیاو په اړه خبرې وکړي او همدارنګه د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له مشرانو سره وګوري.