د پاکستان د بلوچستان ایالت په ژوب ولسوالۍ کې د سياسي ګوندونو اتحاد او سوداګرو د ناامنۍ پر ضد کاربنديز اعلان کړی چې له امله یې دوکانونه او کاروباري مرکزونه تړل شوي دي.
پر دې سربېره نن (د دوشنبې په ورځ) د ژوب په مرکزي برخه شمس الدین شهید چوک کې یوه احتجاجي مظاهره هم کېږي.
د کاربنديز اعلان تر هغه وروسته شوی چې د سپټمبر پر ۲۱ (وږي ۳۱) ناڅرګنده وسله والو د ژوب په شېراني ماڼې خوا سیمه کې د ترهګرۍ ضد ځواک سرتېرو پر موټر ډزې وکړې او درې عسکر يې پکې ووژل.
د ژوب پولیس چارواکي وايي چې په دغه برید کې یو عسکر ځای پر ځای وژل شوی او درې نور ټپیان شوي وو چې په هغوی کې يې دوو وروسته د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه او څلورم ژوبل لا هم په روغتون کې بستر دی.
په ژوب کي د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې تاڼې مشر عبدالغفورخبريالانو ته ويلي چې تر دې ترهګرې پېښې وروسته د امنيتي سرتېرو له لوري په سیمه کي د مشکوکو وسله والو د لټون کار دوام لري خو تر دې دمه يې لا څوک نه دي نيولي.
تر اوسه د دغه بريد مسوليت چا نه دی منلی، خو په تېرو وختونو کې په هغه سيمه کې د دا ډول زياتره بريدونو مسوليت تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلی وو.