د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ویلي: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې دې د نجونو او ښځو وضعیت ته پاملرنه وشي.
نوموړې دا خبرې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ناسته کې ګډونوالو ته کړي.
همدا ډول ملالې يوسفزۍ پر خپله اېکس پاڼه خپور کړي هغه انځور سره چې له نورو ښځينه وو سره د ملګرو ملتونو د دفتر په مخکې ولاړه ده لیکلي: په افغانستان کې له کار او زده کړو د افغان ښځو او نجونو بي برخه کېدو په اړه ددغه مهمې ناستې له ټولو ګډنوالو غوښتي چې دې کړکیچ ته خاصه پاملرنه وکړي.