خبرونهنړۍ

بلوچستان کې د سياسي ګوندونو او قبايلي مشرانو د ناامنۍ خلاف جرګه کړې

د پاکستان د بلوچستان ایالت په پښتون مېشتې ولسوالۍ ژوب کې د ژوب او شيراني سيمو سياسي ګوندونو او قبايلي مشرانو د ناامنۍ او ترهګرۍ خلاف جرګه وکړه چې زرګونو کسانو ګډون پکې کړی وو.

جرګې ته په وينا کې ولسي مشر قايم خان شيراني وويل چې د امنيت ټينګولو لپاره مشرانو ته په کار ده چې په لومړي قدم کې په خپلو قبيلو کې هغه کسان معلوم کړي چې له پوځ او يا له طالب سره اړيکې لري. “داسې کسان بايد له دې کارونو راوګرځول شي او که نه راګرځي نو بيا دې له هغې سيمې و ايستل شي.”

نوموړي د پاکستان پر امنيتي ادارو تور پورې کړ چې د وسله والو ملاتړ کوي. د هغه په وينا د امنيتي ادارو له ملاتړ پرته وسله وال د بريدونو او ناامنيو جوړولو توان نه لري.

د پاکستان امنيتي چارواکو لا تر اوسه د جرګې د مشرانو د تورونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې يې دا ډول ادعاوې رد کړي او ويلي يې دي چې د وسله والو خلاف بې توپيره عمليات کوي. دا جرګه تر هغه وروسته جوړه شوې چې په دا وروستيو کې په ژوب او شيراني ولسواليو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي