د دونیا په تاریخ کې د ډوبې شوې تر ټولو قیمتي کښتۍ ګران بیه توکي د چا دي؟
۳۰۰ کاله وړاندې د کولمبیا په سواحلو کې هسپانوي بیړۍ سان حوزي چې د برتانیې لخوا له منځه وړل شوې وه تازه یې د موندلو راپورونه خپاره شوي چې ویل کیږي په دې کښتۍ کې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت سره زر، سپین زر او قیمتي الماس وو.
ورسته له دې چې دا د بحر په ښکته برخه کې وموندل شوه، پدې اړه بحث روان دی چې څوک واقعیا د خزانې مالک دی.
کولمبیا او هسپانیه دواړه هغه هیوادونه دي چې د دې خزانې د ملکیت ادعا کوي، تر څنګ یې یوه امریکايي کمپنۍ او په جنوبي امریکا کې ځینې ډلې وايي چې دوی باید دغه خزانه ترلاسه کړي.
د دې خزانې د ملکیت په اړه د کولمبیا او متحده ایالاتو په محکمو کې حقوقي جګړه روانه ده او اوس قضیه په هاګ کې د منځګړتوب نړیوالې محکمې ته تلونکې ده.
د کولمبیا حکومت وايي غواړي له سمندر څخه د سان حوزي اثار راوباسي او په یوه موزیم کې یې د نندارې له پاره کیږدي.
د خزانې پلټنې ښيي ددې خزانې ارزښت به نږدې د ۱۸ میلیارده ډالرو په اندازه وي.
خو لرغونپوهان وايي چې د سان حوزي په ګډون د نړۍ په سمندرونو کې د زرګونو ډوبو شویو کښتیو پاتې شونې دې د هغه هیواد اړوند شي چې د کوم هیواد په قلمرو کې غرقه شوې.
سمندري تاریخ پوهانو ویلي چې دغه بیړۍ چې ۶۰۰ کسانو سره غرقه شوه یوه هدیره ده او باید درناوی یې وشي.
تاریخ پوه کارلا رون فیلیپس چې د سان حوزي په اړه یې یو کتاب لیکلی وايي: “دا یو پیچلي وضعیت دی، او زه یې اسانه حل نه وینم.”
د سان حوزي کښتۍ په 1708 کې له پاناما څخه کارټاګینا، کولمبیا ته روانه وه، او په پام کې وه چې له هغه ځایه باید د اتلانتیک سمندر څخه تیر شي او هسپانیې ته ننوځي، مګر په هغه وخت کې د انګلستان او هسپانیې ترمنځ جګړه روانه وه، برتانیاوي جنګي بیړۍ پرې برید وکړو او ویجاړه یې کړه.
دا ډوبه شوې کښتۍ تر ۱۹۸۰ کلونو پورې د سمندر په بیخ کې پاتې وه تر هغې چې د ګلوکا مورا په نوم یوه امریکایی شرکت ادعا وکړه چې سان حوزي او د هغې خزانه یې موندلې.
دغه شرکت هڅه وکړه چې د کولمبیا حکومت قانع کړي چې کښتۍ له سمندر څخه وباسي او خزانه وویشي، خو دواړه خواوې په دې ونه توانیدل چې مسایل وڅیړي او په پای کې قضیه محکمې ته ولیږل شوه.
په 2015 کې، کولمبیا وویل چې دوی پخپله د امریکایانو لخوا چمتو شوي معلوماتو پراساس د سان حوزي ویجاړۍ موندلي دي.
د کولمبیا حکومت له هغه وخت راهیسې ټینګار کړی چې ګلوکا مورا د کښتۍ یا د هغې د خزانې حق نلري.