د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، په پښتونخوا کې د پاکستاني پوځیانو د عملیاتو له امله ۳ اعشاریه ۷ میلیون پښتانه بې کوره شوي او زرګونه پښتنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د منظور پښتین په مشرۍ دغه غورځنګ دا معلومات د پښتنو د حقونو په تړاو د نننۍ قومي عدالت جرګې تر پیل وړاندې خپره کړې اعلامیه کړې خپاره کړي دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ به په پښتونخوا کې د جګړې د اوښوتي زیانونو په اړه یوه څېړنه خپره کړي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د (جګړې او پوځي عملیاتو زیانونو) تر نامه لاندې یوه هر اړخیزه څېړنه خپره کړې. څېړنه کې په پښتونخوا کې پر مهمو مسئلو، د جګړې اغېزې، وسله والې او په سیستماتیکي ډول له پښتنو سره د ظلم او جبر هر اړخیزه څېړنه شوې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا یاده څېړنه کې لاندې موندنې تر غور لاندې نیول شوي.
بې کوره شوي: د پوځي عملیاتو او ترهګری له امله ۳.۷ میلیونه وکړی بې کوره شوي.
انساني زیانونه: د پوځي عملیاتو په نتیجه کې په زرګونه وکړي جبري بې درکه شوي، ملکي مرګ ژوبله اوښتې او د ځمکنیو بمونو قربانیان شوي.
اقصادي زیانونه: د پوځي عملیاتو او ترهګری له امله په پښتونخوا کې مهمې فابریکې له منځه تللي، او په جګړه ځپلي سیمو کې فقر او غربت له ٪۲۷ سلنه هم اوښتی.
د ښوونځیو او زېربناوو ویجاړوالی: په ټوله پښتونخوا کې پوځي عملیاتو او ترهګری له امله، ښوونځي/مکتبونه او روغتونونه له منځه تللي، او ۲۰٪ سلنه کورونه په کلي شکل له منځه تللي، د څه چې ښځې او ماشومان یې لوړه بیه پرې کوي.
ځمکني بمونو زیانونه:
تر اوسه ۱۷۸ چاودنې په شمالي وزیرستان کې ثبت شوي.
د دې ځمکني ماینونو د چاودنو له امله د ۸۰۰ پښتنو په ګډون ۴۰۰۰ حیواناتو خپل ژوند له لاسه ورکړی. ۲۵۰ ماشومانو خپل د بدن بېلابېل غړي او ۷۷ کسانو خپل لید له لاسه وکړی.
پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۷۹ ځمکني ماینونو د پېښو کره معلومات له خپل ځان سره لري.
پوځي عملیات:
په قبایلي سیمو او پښتونخوا کې ۱۱ پوځي عملیات ترسره شوي
د پښتونخوا او قبایلو سیمو پر موسقی، د سي ډي دوکانونه او یو لړ نورو تفرحي ځایونو باندې د ۱۵۰ زیاتو بریدونو په ترڅ کې له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ دوکانونه نړېدلي.
پر مزارونو د ترهګرو له خوا ۵۰ بریدونه شوي، چې له امله یې دلته جشنونه او خوښی له منځه تللي.
جبري ورکدنې: د ۲۶ ولسوالیو په ټوله کې ۴۹۵۲ پښتانه ورک یا هم جبري بې درکه شوي.
دغه څېړنه به د عدالت، جبران او حساب ورکولو د یوه قوي غوښتنلیک ترڅنګ، پر ډېرو ناوییلو کیسو او د پښتنو د تېرو څلورو لسیزو پر بدبختیو رڼا واچوي. که څه هم سیمه د جګړې او د ورانکارۍ له ویجاړونکي میراث سره لاس او ګریوان ده، خو بیا هم یاده څېړنه د پښتنو د شکایتونو د حل لپاره یو مهم ګام بلل کیږي.