افغانستانخبرونهراپورونه

قرغزستان له لویدیځ وغوښتل چې، د افغانستان کنګل شتمنۍ افغانانو ته وسپاري

کابل ټیلیګراف د تلې ۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د قرغزستان ولسمشر صدر جباروف د ملګرو ملتونو په ناسته کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د بیرته ورکولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د کابل نړیواله انزوا او مالي مرستې نه ورکول د منلو وړ نه دي.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان ټولشموله پرمختګ د سیمې د اوږدمهالې سولې او ثبات کیلي ده.

صدر جباروف د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۰مې غونډې په عمومي بحثونو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل، چې د جیوپولیټیکي سیاستونو لپاره د مالي وسایلو کارول یوازې د بشري ناورین شدت زیاتوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د لویدیزو هېوادونو له خوا د افغانستان له ۹ میلیارده ډالرو زیاتې کنګل شوې پیسې باید د افغانستان خلکو ته وسپارل شي.

د نوموړي په وینا، دغه منابع کولی شي د بنسټیزو جوړښتونو د بیا رغونې، د بانکي سیسټم ملاتړ، د کرنې د پرمختګ او د میلیونونو خلکو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو سرچینه وګرځي.

هغه همدارنګه یادونه وکړه چې نن ورځ له ۱۵ میلیونه زیات افغانان له لوږې کړیږي او ۲۴ میلیونه نور بشري مرستو ته اړتیا لري.

د قرغزستان ولسمشر وویل، چې د منځنۍ اسیا پنځه هېوادونو د همکارۍ ځواک پیاوړی کړی او ښودلې یې ده چې سیمه‌ییز یووالی د پرمختګ او امنیت لپاره یوه ځواکمنه وسیله کېدای شي.

نوموړي وویل، قزاقستان باور لري چې د افغانستان ټولشموله پرمختګ د سیمې د اوږدمهالې سولې او ثبات کیلي ده.