افغانستانخبرونه

خوست کې ناڅرګندو کسانو د یوې کورنۍ لس غړي وژلي

کابل ټيليګراف (سلواغه نهمه– ۱۴۰۳ لمريز)

د خوست ولایت علیشرخېلو ولسوالۍ کې نن ماښام ناوخته د ناڅرګندو کسانو په ډزو کې د یوې کورنۍ د درې میرمنو په ګډون لس غړي وژل شوي دي.

د طالبانو د علیشرخېلو ولسوال فرید وهاج د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې ده، چې دغه پېښه د یادې ولسوالۍ په ابوخانې سیمه کې شوې ده.

هغه زیاتوي، ناڅرګنده وسله والو په هغه کور کې ډزې کړي، چې د احاطې دیوال نلري، چې د ډزو په پایله کې د درې میرمنو په ګډون د یاد کور لس غړي وژل شوي.

د دغه پېښې انګیزه څرګنده نده او برید کوونکي هم له سیمې څخه تېښتدلي دي.

ویل کیږي، دغه کورنۍ له کالونو راهیسې همدلته مېشته وه او د هیچا سره شخصي دښمني نلري.