ځایي سرچینې وایي، وسلوالو کسانو په کابل کې د کورنیو چارو وزارت د کجکي بند د اکمالاتو قوماندان عبدالحفیظ عظیمي له خپلې مېرمنې سره وژلی دی.
سرچينې رسنیو ته تایید کړې چې وسله والو غلو د دوشنبې پر شپه د لیندۍ پر ۱۲مه، د کابل ښار په «پل محمودخان» سیمه کې د عظیمي کور ته ورننوتي او د نوموړي او د هغه د مېرمنې تر وژلو وروسته یې د هغه دوه کرولا ډوله ۲۰۰۰م ماډل موټر وړي دي.
عبدالحفيظ عظيمي په تېر حکومت کې هم پر دغه پوست کار کاوه او د سرچينو په وينا هغه مهال د طالبانو غړی نه و.
په هېواد د دا ډول مرموزو وژنو له زیاتېدلو سره هېڅوک ځان خوندي نه بولي او طالبان ادعا کوي چې په ټول هېواد کې یې امنیت ټینګ کړی او دا ډول پېښې د رسنیو له مخه پټوي.