د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې په فاریاب ولایت ولایت کې یو کس په دُرو وهلی دی.
د یادې محکمې څخه(چهارشنبه،۱۴د لېندۍ)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه کس یې د فاریاب په«پښتونکوټ»ولسوالۍ کې د نامشروع په تور ۳۹ دُرې وهلی او دغه راز پر درېیو کالو بند یې هم محکوم کړی دی.
له دې یوه ورځ وړاندې په خوست ولایت کې هم طالبان د مختلفو جرمونو په تور شپږ کسان عام محضر کې په درو وهلي وو.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد خبر ورکړی چې، په وروستۍ یوه میاشت کې یې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې پر څه باندې ۸۰ تنو تعزیري حکمونو اجرا کړي دي.
هغه وايي چې، دغه حکمونه په ننګرهار، تخار، میدان وردګ، کابل، پروان، جوزجان، غزني او ځینو نورو ولایتونو کې پر مجرمینو اجرا شوي دي.
یو شمېر دیني عالمان د طالبانو له لوري پر دا ډول سزاګانو له دې امله هم نیوکه کوي چې وايي، د سزا پلي کولو کې د اسلام هغه حکم ته پاملرنه نه کیږي چې وايي د انسان درناوی تر هرڅه لومړیتوب لري.
بلخوا د بشري حقونو نړیوالو ادارو هم په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري افغانستان کې د سزا ګانو ډاګیزه پلي کول او په ځانګړي ډول د مېرمنو په دورو وهل خواشینونکي بللي.
د بشري حقونو ډلې وايي، طالبان له هغو ژمنو په شا کیږي چې واک ته له رسېدو وړاندې یې له نړیوالو سره په دوحه کې کړې وې.