
کندهار کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې د دې ولایت په احمدشاه بابا هوایي ډګر کې د ۱۱ قلمه تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی شوی دی.
کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د هنر او فرهنګ امر عبدالشکور څپاند وایي، چې د دغې ډلې پولیسو دغه اثار د احمدشاه بابا په هوایي ډګر کې له یو شمیر بهرنيو سیلانیانو سره نیولي دي.
نوموړی زیاتوي، چې یو شمیر بهرنیو سیلانیانو غوښتل له ځان سره ۱۱ قلمه تاریخي اثار بهر ته قاچاق کړي، خو طالب پولیسو دغه اثار کشف او نیولي دي.
څپاند د دغو تاریخي اثارو د قاچاق په تور د بهرنیو سیلانیانو د نیول کیدو په تړاو څه نه دي ولي.
د ده په خبره، په نیول شویو تاریخي اثارو کې پخوانۍ سکې، چړې، جام او یو شمېر نور لرغوني توکي شامل دي چې په وینا یې تر پاکولو او سجل وروسته به یې د کندهار دولتي موزیم ته وسپاري.
هغه وویل، چې کندهار کې د اطلاعات او کلتور ریاست هڅه کوي ترڅو د تاریخي منقول او غیر منقول اثارو د پلورلو او قاچاق مخنیوی وکړي.
تردې مخکې هم د کندهار احمد شاه بابا هوايي ډګر له لاري د تاریخي اثارو د قاچاق هڅې شوي دي.