افغانستانخبرونه

د قزاقستان یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته را ورسېد

کابل ټیلیګراف – د غویي لومړی ۱۴۰۴ لمریز کال

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی نن سهار کابل ته راورسېد.

یاد پلاوی به د اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدو تر څنګ، سبا (د غويي میاشتې په دویمه نېټه) په کابل کې د افغان – قزاق په جوړېدونکي سوداګریز نندارتون کې هم ګډون وکړي.

یاد نندارتون د افغانستان او قزاقستان د لوړپوړو چارواکو او د څه باندې ۴۰۰ افغان او قزاقي پانګه‌والو او سوداګرو په ګډون ترسره کېږي.

په نندارتون کې به په ۴۰ غرفو کې د دواړو هېوادونو تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې شي.