
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د رویټرز د راپور پر اساس، د پاکستان اردو د هند پر وړاندې نن سهار د نظامي عملیاتو د پیل اعلان کړی او ویلي، چې د هند شمال کې یې څو نظامي اډې په نښه کړي دي.
د راپورونو لهمخې، پاکستان د هند له لوري تر څو بریدونو وروسته خپل هوایي حریم هم تړلی دی.
بلخوا د پاکستان د اردو ویاند هم ادعا کړې چې د هند لخوا توغول شوي بالستیک توغندي خپله د هند په خاوره کې غورځېدلي دي.