افغانستان کې څه باندې ۱۳ سوه ورځو راهیسې د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې تړل شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د نجونو زدهکړې د یوې ټولنې د پرمختګ او پایښت لپاره یو له بنسټیزو اړتیاوو څخه بلل کیږي، ځو په افغانستان کې، د نجونو زده کړو ته لاسرسی له اوږدې مودې راهیسې د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي بدلونونو له امله له ننګونو سره مخ دی.
په دغه هېواد کې د ۲۰۰۱ کال وروسته د پوهنې په برخه کې د پام وړ پرمختګونو سره سره، د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې (۲۰۲۱) د نجونو پر زده کړو سخت محدودیتونه لګول شوي، چې دا وضعیت د نړیوالې ټولنې او افغانانو لپاره د اندېښنې وړ دی.
په افغانسستان کې په لومړي ځل د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې، د شاه غازي امان الله خان (۱۹۱۹-۱۹۲۹) په دوره کې د نجونو زده کړو ته لومړنۍ پاملرنه وشوه.
هغه د نجونو لپاره ښوونځي جوړ کړل او یو شمېر نجونې یې د لوړو زدهکړو لپاره بهر ته واستولې، خو د ۲۰۰۱ کال وروسته، د طالبانو د لومړۍ دورې له نسکورېدو سره، د نجونو زدهکړو ته لاسرسی په دغه هېواد کې تر بل هر وخت په بیساري توګه پراخ شو.
د ۲۰۰۱-۲۰۱۶ کلونو ترمنځ، په لومړنیو ښوونځیو کې د نوملیکنې کچه له ۱ میلیون څخه ۹.۲ میلیونو ته لوړه شوه، چې ۳۷٪ یې نجونې وې.
په دې موده کې، له ۵۰۰۰ څخه زیات ښوونځي جوړ یا بیا ورغول شول او د ښوونکو شمېر اوه چند زیات شو، چې په کې ۳۱٪ یې ښځې وې.
د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې، کله چې طالبانو بیا واک ترلاسه کړ، د نجونو پر زدهکړو سخت محدودیتونه لګول شوي.
د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره منځني او ثانوي ښوونځي تړل شوي، او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د نجونو پر پوهنتوني زدهکړو هم بندیز ولګول شو.
د ۲۰۲۵ کال په دوام سره دغه محدودیتونه لا هم دوام لري، او د راپورونو له مخې، په ځینو برخو کې حتی د طبي زدهکړو لپاره هم پر نجونو مطلق بندیز لګول شوی.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، دا محدودیتونه د یوه نسل او د افغانستان راتلونکې لپاره منفي پایلې لري.
د نجونو پر زدهکړو دا بندیز په نړۍ کې بېساری دی، او طالبان یې د «لنډمهالي» او «د مناسب چاپېریال د نشتوالي» په پلمه توجیه کوي، خو نږدې ۱۳۰۴ ورځې تېرې شوې، چې په دې برخه کې هیڅ د پاموړ پرمختګ نه دی لیدل شوی.
د طالبانو د دغه سیاست له امله، د کمعمره نجونو ودونه او په کوچني عمر کې کار کول زیات شوي، چې دا د نجونو پر رواني او ټولنیزې روغتیا ناوړه اغېزې لري.
په ځینو ولایتونو لکه هرات، کابل او ننګرهار کې، نجونو او ښځو د خپل زدهکړو د حق غوښتنې لپاره لاریونونه کړي، خو دا لاریونونه اکثراً د تاوتریخوالي او نیونو له امله تیت او پرک شوي.
د طالبانو له خوا د نجونو پر زدهکړو لګول شوي سیستماتیک محدودیتونه د پوهنې د پراختیا تر ټولو لوی خنډ دی.
د نجونو د زدهکړو راتلونکی په افغانستان کې د سیاسي ارادې، نړیوالو فشارونو او ټولنیزو بدلونونو پورې تړلی دی.
نړیوالې ټولنې باید پر طالبانو د دیپلوماتیکو فشارونو او اقتصادي مرستو د شرطي کولو له لارې د نجونو د زدهکړو د حق غوښتنه وکړي.