افغانستان

طالبانو د کونړ او ننګرهار پوهنتونونو درې استادان له دندو ګوښه کړل

کابل ټيليګراف (سلواغې ۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

 سرچینې وايي چې طالبانو د کونړ او ننګرهار پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځیو درې استادان د نامعلوم دلیل له مخې له دندو ګوښه کړي دي.

سرچینې ویلي چې کونړ کې د طالبانو لوړو زده کړو وزارت څو ورځې وړاندې دغلته د سید جمال الدین افغان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي دوه استادان له دندو ګوښه کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې دغه راز طالبانو د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي یو استاد فخرالدین قانت له دندې ګوښه کړی او پر ځای یې د پاکستانۍ حقانیه مدرسې ملا محمد یوسف ګومارلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې طالبانو د خوست له شېخ‌ زاید پوهنتون څخه یو شمېر استادان په بېلابېلو پلمو له دندو ګوښه کړي وو.

د یادونې ده چې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د پوهنتون سلګونه استادان له هېواده وتلي یا د دغې ډلې له خوا له دندو ګوښه شوي دي.