افغانستانخبرونه

امریکا: طالبان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په قرارداونو کې لاسوهنې کوي

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د یکشنبې په ورځ امریکایي

رسنۍ (اېن بي سي نیوز) سره مرکه کې ادعا کړې ده چې طالبان په افغانستان کې دملګرو ملتونو په قراردادونو کې لاسوهنې کوي.

هغه زیاته کړې ده چي زه فکر نه کوم چې د امریکا خلک دې د ملګرو ملتونو د تړونونو له لارې طالبانو ته تر درې میلیاردو زیاتو ډالرو د استولو ملاتړ وکړي، هغه پیسې چې په ټوله کې یوازې طالبانو ته دا اسانتیا برابروي چې د عمل په ډګر کې د خپلو پلویانو او هغو کسانو تر منځ چې سزا ورکول کېږي، پرېکړه کوي او د ګټونکو او بایلونکو برخلک ټاکي.

د ټرامپ استازې په خپله ادعا کې زیاتوي چي موږ په دې اړه پرلپسې مستند شواهد لرو چې دا مسله ثابتوي، نو د اوږد مهالو څېړنو او کمېسیونونو د جوړېدو پر ځای، ولسمشر د اقدام غوښتونکی دی او دا هماغه څه دي چې د ترسره کېدو په حال کې دی.”

دا په داسي حال کې دی چي په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت د مرستندویو موسساتو او د ملګرو ملتونو په فعالیتونو کې د هر ډول لاسوهنو تور بې ځایه بولي.