خبرونهنړۍ

امریکایي استازي د افغان کډوالو د لیږد پروسې د بندیز د لیرې کېدو غوښتنه وکړه

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د امریکا د کنګرس غړی مایکل مککال له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چې د افغان پناه غوښتونکو د بیا هستوګنې او انتقال د پروسې له ځنډ لاس واخلي.

هغه له سي بي اس ټلویزیون سره په مرکه وویل: امریکا ته راتلونکې افغان کډوال، د کډوالۍ دا ځانګړې ویزې اس آی وي یا پي ۱ او پي ۲ لري. او زما په نظر دوی باید د اس آی وي له لارې مخکې پرېښودل شي.

مک کال زیاته کړې ده: هغوی بررسي شوې د نورو هغو ډلو په نسبت چې دوی یې په اړه غږیږي. هغوی زموږ له پوځیانو سره کار وکړ څو طالبان مات کړي چې متاسفانه بایډن ورته تسلیم شو. خو ښکاري چې باید موږ په خپله خبره ودریږو که نه په بله جګړه کې به بیا هېڅوک په موږ باور ونه کړي.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالو د بیا هستوګنې او انتقال پروسه تر دریو میاشتو ځنډولې چې ورسره د افغانانو د انتقال پروسه هم ځنډېدلې.

امریکا زرګونو افغانانو ته د کډوالۍ د ویزو ژمنې ورکړي او ګڼ دا افغانان د خپلو دوسیو د پروسس لپاره په پاکستان، فیلیپین او څو نورو هېوادونو کې انتظار باسي.