
( کابل ټيليګراف (کب لومړی – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د سویډن حکومت وایي، د قران کریم سوزونکی سلوان مومیکا چې څه موده وړاندې پخپل کور کې د ناڅرګنده کسانو له لورې وژل شوی وو، جسد یې هیچا وانخیست او له مجبوریته یې په همدې هېواد کې وسوزوه.
د دغه هېواد د چارواکو له قوله لیکلي، چې د سویډن حکومت د هغه د کورنۍ، خپلوانو او ملګرو په ګډون له ګڼ شمېر کسانو سره اړیکه کې شول، خو هیچا یې جسد اخیستو ته لیوالتیا ونښوده.
په ورته وخت کې ډنمارک حکومت د قرانکریم د سوزولو مخنیوی وکړ.
په دغه هېواد کې د ښي اړخې ګوند سټرام کورس مشر راسموس پالودان غوښتنه کړې وه، چې د قرانکریم یوه نسخه به وسوزوي، خو حکومت په دغه برخه کې د هر ډول کړنو څخه منعه کړی.